هلمند والي وايي د سولې په راوستلو کې د قومي مشرانو رول مهم دی

محمد یاسین خان ددې ولايت د ټولو ولسواليو په کچه له یو شمېر قومي مشرانو، ولايتي شورا غړو، د ښاروالۍ مشورتي شورا غړو او د کوچيانو استازو سره د ځانګړې غونډې پر مهال وویل: تاسې ټول مشرانو په خپلو سیمو او د ولایت په کچه د سولې په راوستلو او امنیت ټینګښت کې مهم رول لوبولی شئ، له ولسونو څخه هم همدا تمه ده چې د سولې او اوربند په اړه خپلې همکارۍ او هلې ځلې ونه سپموي.
ده دغه راز وویل، چې ولایتي اداره ژمنه ده ترڅو د سولې په اړه د ټولو قومونو نظرونه او مشورې واوري او په اړه يې لازم اقدامات وکړي.


په دغه جوړه شوې غونډه کې، قومي مشرانو او د ولايتي شورا یو شمېر غړو، د خبرو پرمهال وویل، خلک نور په هیڅ ډول جګړه نه غواړي له جګړې سخت ستړي شوي دي. د دوی په وینا، اوس ټول ولسونه د سولې او اوربند په تمه ناست دي، ترڅو د جګړې دواړه لوري اوربند وکړي او د خبرو له لارې سولې ته ورسېږي.
دوی وویل: ولسونه هم د سولې راتلو په برخه کې خپلې هڅي نه دي سپمولي خپل اواز يې پورته کړی او تل یې د سولې او اوربند غوښتنه کړې ده.