ننګرهار کې ۷ سوه جریبه ځمکه د غصب له ګواښ څخه وژغورل شوه

د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په مشرۍ د املاکي او غصب کمیسیون د پرېکړې له مخې، د کوز کونړ ولسوالۍ په کوټې تاران سیمه کې په اجاره ورکړل شوې ۷ سوه جریبه دولتي ځمکه د غصب له ګواښ څخه وژغورل شوه .
میاخیل وايي، یاده ځمکه، چې یو کس ته په اجاره ورکړل شوې وه، د سیمې خلکو غوښتل چې هلته پکې د خونو په جوړولو سره یاده ځمکه غصب کړي .
دده په وینا، د املاکي او غصب کمیسیون د پرېکړې له مخې یې یاده ځمکه تخلیه او پرې جوړې شوې د ابادۍ چارې ونړول شوې .


د ننګرهار والي د معلوماتو له مخې، یو کال وړاندې هم په یاده سیمه کې د یو شمېر کسانو له لوري خپل سرې د ابادۍ چارې ترسره شوې وې،چې د دویم ځل لپاره یې تر جوړیدو وروسته، د دوی له لوري ونړول شوې او په دې سره خلکو ته وښودل شوه،چې ولایتي اداره د غصب د مخنیوي په برخه کې جدي ده .
ننګرهار والي وایي،د بیا ځل لپاره د یادې ځمکې د اجارې د ورکړې چاره به په شفاف ډول د داوطلبۍ له مخې ترسره کیږي.