د ننګرهار ملکي هوايي ډګر پروژه په مشروط ډول منظور شوه

د ملي يوالي حکومت اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ، د ملي تدارکاتو په ۱۸۷مه غونډه کې د ننګرهار ملکي هوايي ډګر پروژه په مشروط ډول منظور شوه.
د کمېسیون په دې غونډه کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې تدارکاتي موضوعاتو باندې بحث وشو، چې په پایله کې يې د ۱.۸ میلیارده افغانیو په لګښت د ننګرهار ملکي هوايي ډګر پروژه منظور شوه.