کندهار: ۱٫۷۴۸ کېلومتره سړک تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې وسپارل شو

یاد سړک، چې د کندهار نهمې ناحیې پورې اړوند دی، د کندهار والي حیات الله حیات له لوري د پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه دوه طرفه سړک د سيمې د مشرانو په غوښتنه د ولسي تړون د ملي پروګرام له لوري د ( ۱۲۰,۰۶۰,۰۰۰ ) افغانيو په لګښت جوړ شوی دی.
د یادې ناحیې اوسېدونکو خوښي وښوده او له ولايتي ادارې څخه يې مننه وکړه، چې ددغې سيمې لپاره يې سړک جوړ کړ. دوی د ياد سړک په ساتنه کې د بشپړې همکارۍ د ډاډ څرګندولو په ترڅ کې، په ياده سيمه کې د ښوونځي او کلينيک د جوړولو غوښتنه هم وکړه، چې د ولايتي ادارې د چارواکو له لوري ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.