ارزګان: د سولې مشورتي لویې جرګې له پرېکړو ملاتړ وشو

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې، چې دیني علماو، قومي مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو ګډون کړی ؤ، مشورتي لویه جرګه کې یې د یاد ولایت ګډون کوونکو استازو ته ښه راغلاست ووایه او دغه راز یې د یادې جرګې له ټولو پرېکړو څخه ملاتړ وکړ.
دوی همدارنګه د سولې مشورتي لویه جرګه کې، د سولې اړوند په شویو بحثونو رڼا واچوله، او هغه یې د هېواد او ولسونو په ګټه یاد کړل.