میدان وردګ: ولس ته د حساب ورکونې کلنۍ غوڼده ترسره شوه

په یاده غوڼده کې د حکومتوالۍ، کرنې او کلیو پراختیا، روغتیا او تغذیې، پوهنې، زېربنا، اقتصادي ودې او ټولنیزخوندیتوب سکتوري رییسانو د تېر ۱۳۹۷ لمریز کال کې پلې شویو پروژو، د حکومت د کړنو، فعالیتونو او لاسته راوړنو د حساب ورکونې کلنی راپور له ولسونو سره شریک کړ.
هېره د نه وي د حساب ورکونې په کلنی راپور کې د ټولو ولایتونو په کچه، له ولسونو سره د حکومت کړنې او فعالیتونه شریک کیږي، کومه بودجه چې میدان وردګو ولایت ته د ۱۳۹۷لمریز کال لپاره ځانګړې شوې وه، پنځه نوي سلنه یې په مصرف رسېدلې ده.