د مندول اوسېدونکو خپلې ستونزې د ادارې له رهبري سره شریکې کړې

د نورستان د مندول ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو، د غويي د مېاشتې په ۲۴ مه نېټه، کابل ته راغلل او دلته یې د سیمه ییزه اورګانونو خپلواکه ادارې له رهبري سره خپلې اړونده ستونزې شریکې کړې.
په لیدنه کې د ادارې له لوري د کورني تفتیش رییس عبدالحبیب جبارخیل او د اداري واحدونو رییس عبدالغیاث وردګ هم ګډون درلود.


دوی دغه راز د سیمه ییزه اورګانونو خپلواکه ادارې له مشرتابه وغوښتل، چې د کارونو د چټکتیا او خلکو ته د آسانتیاوو برابرولو په موخه دې، د مندول ولسوالۍ خپل اصلي ځای ته انتقال کړي.
په مقابل کې د سیمه ییزه اورګانونو خپلواکه ادارې مشرتابه، هغوی ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې ورحل کړي.