حیات او جان بس د سولې د روان بهیر په هکله خبرې وکړې

په افغانستان کې د امريکې متحده ایالاتو سفير جان بس کندهار ته لاړ او هلته یې د کندهار له والي حيات الله حيات سره ولیدل.
په دې ليدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د سولې د روان بهير، راتلونکو ولايتي شوراګانو د ټاکنو او ښې حکومتوالۍ اړوند بحثونه او مشورې وشوې.
کندهار والي وويل، چې افغانان له جګړې ستړي او په هيواد کې د تلپاتې، با عزته او دوامداره سولې غوښتونکي دي.
دده په وینا د لومړي ځل لپاره افغان حکومت په دې لټه کې دی، څو د یوه سوکاله او اباد هېواد رامنځته کېدو په موخه يو تلپاتی اوربند رامنځته کړي.
ده دغه راز وویل، چې ولایتي اداره د ټولو سکتوري ادارو سره په ګډه، د ښې حکومتوالۍ لپاره کار کوي، څو د ولس باور پر دولت زيات شي.
په ورته مهال په افغانستان کې د امريکې سفير هم د خپلو خبرو پرمهال ډاډ وښود، چې هيواد يې ژمن دی، ترڅو د افغان سولې ترڅنګ، په هره برخه کې له افغان دولت سره همکاري وکړي.