هلمندوالو له سیمه ییزه ادارې ملاتړ وکړ

د هلمند یوشمېر قومي مشرانو او دیني عالمانو د امنيتي پرمختګونو، د قومونو ترمنځ يووالي او ښې حکومتوالۍ رامنځته کېدو په برخو کې د سیمه ییزه ادارې لاسته راوړنې وستايلې او ورڅخه يې هر اړخيز ملاتړ څرګند کړ.
دوی دغه راز په ملکي او نظامي برخو کې د هلمند والي محمد یاسین خان هڅې هم بریالۍ وبللې چې په وینا یې، هلمند والي د سولې لپاره هم پوره ژمنتیا لري او تل يې ولسونو هڅولي ترڅو په سوله کې ژوند وکړي.
هلمند والي له سیمه ییزه ادارې څخه د قومي مشرانو او دیني عالمانو له ملاتړ مننه وکړه ویې ویل: د روژې په میاشت کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو د سولې لپاره هڅې په واقعي ډول د ستاینې وړ دي او له دې څخه مالومیږي، چې ولس په هیڅ ډول نوره جګړه نه غواړي او سولې ته ژمن دي.
دده په خبره د عامو ولسونو تر څنګ، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت هم د سولې په برخه کې پوره ژمنتیا لري او په عملي ډول يې هم هڅې پیل کړي دي. ده وویل، چې د هلمند ولایت په کچه هم د سولې خبرې پیل شوي، چې په دې کار کې د هلمند اوسېدونکو رول خورا مهم دی.