اټغر ولسوالي ته لس کاله وروسته يو والي تللی

د زابل والي رحمت الله یارمل د دغه ولايت اټغر ولسوالي ته تللی او هلته يې سرتېري، پوستې او امنيتي حالت له نږدې ليدلی. 

يارمل د اټغر سرتېري وستایل چې په کمو امکاناتو يې ولسوالي ساتلې او په جګړه‌ییزو حالاتو کې يې د ولس ملاتړهم خپل کړی دی.


یارمل او ورسره پلاوي یې د دغې ولسوالي امنيتي پوستې ولېدې او هلته مېشت سرتېرې يې هم په ستاينه سربېره، نازولي دي.

دا په تېرو لسو کالو کې لومړی ځل دی چې دغې ولسوالي ته يو والي سفر کوي او د سیمې د اوسېدونکيو ستونزې اوري.