میدان وردګو کې کې د سړکونو جوړولو چارې پیل شوې

د پلازمېنې زون خپلواکې پرمختيايي ادارې له لوري، د ۱،۵ کیلومتره سړک جوړولو چارې د میدان وردګو والي له لوري پیل شوې.
دغه سړک، چې له طبیعي ډبرو څخه په ګټې اخیستنې سنګ فرش کیږي، اوه ویشت اعشاریه پنځه میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
د پلازمېنې زون خپلواکه پرمختيايي اداره په پام کې لري، چې په مرکز میدانښار کې د لس کیلو متره سړکونو په اوږدوالي، لویې لارې سنګ فرش او په اساسي ډول ورغوي.