د جلال آباد د اتمې ناحیې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د جلال اباد ښاروال رياض الله درمل وايي، اتمه ناحيه چې نوې تاسيس شوې، د ودانۍ د جوړولو چارې یې شپږ میاشتې وړاندې پیل شوې. دده په وينا یاده ودانۍ څلور اداري خونې، د غونډو يوتالار او نور اړين ځايونه او اسانتياوې لري.
درمل دغه راز زياته کړه، چې د ښار دغه ناحيه کې د ولسي تړون او ځينو نورو پروګرامونو له لارې، د څلور نيم ميليونه افغانيو په لګښت ګڼې نورې پروژې هم پيل شوې دي.
دغه ودانۍ، چې د جلال آباد د ښاروالۍ له لوري جوړه شوې ده، شپږ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.