ننگ د یوه عصري او مجهز مسلخ د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښوده

دغه مسلخ، چې د لغمان ښاروالۍ له لوري جوړیږي، شپږ میلیونه او نهه نوي زره او نهه سوه او لس افغانۍ لګښت به پرې راشي.
د لغمان والي محمد اصف ننګ د مهترلام ښاروالۍ له چارواکو مننه وکړه، چې ولسونو ته د اسانتیاوو او خپلو چارو ته د زیرتیا په موخه هڅې کوي.
ده وویل، ددغه مسلخ په جوړیدو سره به د ټولو غیر معیاري حلالو غوښو مخه ونیول شي او ترڅنګ به یې بازار ته کیفیت لرونکې غوښه وړاندې شي.
دده په وینا‎، یاد مسلخ به د سیمې په کچه یو مجهز مسلخ وي، چې د حلالې، د څارویو د ساتنې او نور اړین ځایونه به ولري.