لښکرګاه کې د غونډو او پروګرامونو لوی تالار جوړیږي

دغه تالار، چې د جمهوري ریاست د ملي پرمختګ د عملیاتي او ملاتړ ادارې په مالي لګښت جوړیږي، د جوړېدو چارې یې د هلمند والي محمد یاسین خان له لوري د بنسټ ډبرې په ایښودلو سره پیل شوې.
په دغه تالار کې به په یوه وخت ۲۰۰۰ تنه ځای شي.
یاد تالار په څه باندې دوه زره متره سیمه کې ډیزاین شوی، چې د ۵۰،۲ میلونه افغانیو په لګښت سره به د ۳ میاشتو په موده کې جوړ او ګټې اخیستني ته وسپارل شي.
د هلمند والي په وینا، دغه ولایت ته ډېرې نورې پروژې هم منظور شوي، چې په وار سره به يې چارې پیل او ددې سیمې اوسېدونکو ته به آسانتیاوې رامنځته شي.
باید وویل شي، چي د جمهوري ریاست د ملي پرمختګ د عملیاتي او ملاتړ ادارې په مالي لګښت تردې مخکې هم د ۸۰۰ کسيز ټولنیز تالار، د دوه روغتونونو لپاره تم ځايونو او د ۴۰۰۰ کسيز جومات چارې هم له وړاندې پېل شوي، چې اوس مهال تر کار لاندې دي.