د لغمان ښاروالۍ له لوري د پلیو لارو د جوړېدو چارې پیل شوې

په دې اړه جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې، لغمان والي محمد اصف ننګ له مهترلام ښاروال څخه مننه وکړه، چې د بيارغونې او پراختیا برخې ته ځانګړې پاملرنه کوي.
ده وويل د يادو پلیو لارو په جوړېدو سره به سيمه لا ښکلې شي او خلک به ترې د پلې تګ لپاره ګټه واخلي.
د مهترلام ښاروال نظيف الله الکوزي وايي، په ياده پروژه به ۵ ميليونه او دوه سوه زره افغانۍ لګښت راشي.
دده په وینا، د عبدالله جان چوک څخه د عالي خېلو ګولايي پورې د سړک دواړو خواوو پلیو لارو، چې ۲۴۰۰ متره اوږدوالی او ۳ متره په سور حدودات لري د ۶ مياشتو په موده کې په اساسي ډول جوړيږي.