د اروپايي ټولنې د بشري مرستو څانګې عمومي مشرې هلمند والي سره وکتل

د اروپايي ټولنې د بشري مرستو څانګې عمومي مشرې انا فرانکوس له هلمند والي محمد ياسين خان سره په لیدنه کې، په یاد ولایت کې د اروپايي ټولنې اړوند پروژو او فعاليتونو په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې.
مېرمن فرانکوس وويل: اروپايي ټولنه په هلمند کې پر ايمرجنسي روغتون سربېره، د خوارځواکي سره مبارزې، په بېړنيو حالاتو او سيلاب ځپوونکو سره د بشري مرستو اړوند د يو شمېر پروژو مالي ملاتړ کوي، چې اوس غواړي دغه پروژې و ارزوي، ترڅو لا يې پياوړې کړي.
هلمند والي د اروپايي ټولنې د بشري مرستو څانګې د بروکسل او کابل چارواکو څخه مننه وکړه، چې یاد ولايت ته يې سفر وکړ.
ده ددغه بنسټ له لوري د ايمرجنسي، خوارځواکي او بشري مرستو په برخو کې د فعاليتونو او روانو چارو هرکلی وکړ او دا يې ددې ولايت له لومړنيو اړتياو ياد کړل.
ياسين له اروپايي ټولنې د کډوالۍ، خوارځواکۍ او د جنګ د قربانيانو د درملنې په برخو کې د لا پاملرنې او همکارۍ غوښتنه وکړه.
د اروپايي ټولنې د بشري مرستو اړوند چارواکو په هلمند او افغانستان کې د خپلو مرستو او همکاريو په دوام ټينګار وکړ.