جمهور رییس د سولې مشورتي جرګه کې د ختیځ زون له استازو سره وکتل

ولسمشر محمداشرف غني د سولې مشورتي لویه جرګه کې د ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان ولایتونو استازو سره په ارګ کې وکتل.
په دې لیدنه کې څو تنو د نورو په استازیتوب د افغانستان خلکو او جمهوررئیس ته د سولې مشورتي لویې جرګې د بریالي ترسره کېدو مبارکي وویله او په بېلابېلو برخو کې یې د جمهوررئیس د لاسته راوړنو او پرمختګونو قدرداني وکړه.
جمهوررئیس غني د یادو ولایتونو د ولسونو منتخبو استازو ته په خطاب کې وویل: ستاسو د پوهې، تدبیر او هیواد ته د ژمنتیا له برکته د سولې مشورتي لویې جرګې د بریالي ترسره کېدو مبارکي، تاسو او د افغانستان ټول ملت ته وایم. جمهوررئیس څرګنده کړه، د اوبو د اساسي مدیریت په پایله کې به د کابل او کنړ سیندونه د ابادۍ لامل شي. جلال اباد ښار به د منظم پلان له مخې ختیځ لور ته وغځول شي. ننګرهار کانال باید متحده عربي اماراتو ته د ګلانو او مرسلو د تولید په مرکز بدل شي.
جمهور رئیس ټینګار وکړ، چې د شینوارو، مومندو او ننګرهار د ولسونو ولسي امنیتي بریالۍ تجربې دې د کنړ د امنیت د ښه والي او د داعش د ځپلو لپاره تجربه شي.