جمهوررئیس غني: ژر به په کندهار کې د ۱۵ میګاواټو لمریزې برېښنا پروژه پرانېستل شي

ولسمشر محمد اشرف غني، د کندهار، هلمند، زابل او روزګان ولایتونو له استازو سره په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.
په پیل کې تورن نېک محمد جرئت د کندهار، عطاالله افغان د هلمند، عطا محمد حق بیان د زابل، امیرمحمدبارکزي د ارزګان ولایتونو او ډاکټرې عزیزې د لوی کندهار د خلکو په استازیتوب خبرې وکړې، جمهوررئیس او د افغانستان خلکو ته یې د سولې مشورتي لویې جرګې د بریالي ترسره کېدو مبارکي ورکړه.
دوی په لوی کندهار کې د امنیت د ټینګښت ترڅنګ، د بندونو، سړکو او پلونو د جوړولو، د میرویس نيکه کلا د عملي کار د پیلولو، دویمې درجې ته د زابل ولایت د ارتقا، په زابل کې د سیوري ولسوالۍ او د دې ولایت د ګمرک د ایجاد، په دولتي ادارو کې د ځوانو کدرونو د جذبولو، په لوی کندهار کې د ښوونځيو په ځانګړي ډول د ښځینه ښوونځیو د ودانیو د جوړولو او هلمند ولایت ته د ښوونکو د ۳۰۰۰ بستونو د ورکړې او کرنې په برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.


جمهوررئیس غني د یادو ویناوالو د خبرو او وړاندیزو له اورېدو وروسته، د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د لوی کندهار د استازو د فعال ګډون قدرداني وکړه ویې ویل: د روژې په مبارکه مېاشت کې به په کندهار کې د ۱۵ میګاواټو لمریزې برېښنا پروژې د پرانیستې شاهد واوسئ.
جمهوررئیس د پوهنې وزارت ته لارښوونه وکړه، چې هلمند ولایت ته دې د ښوونکو بستونه ورکړي، دغه راز دې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د لوی کندهار د ښوونځیو جوړولو ته هم لومړیتوب ورکړي.
جمهوررئیس محمداشرف غني، دویمې درجې ته د زابل ولایت د ارتقا، د زابل د سیوري ولسوالۍ او د دې ولایت د ګمرک د فوري ایجاد په موخه اړوندو چارواکو ته لارښوونې وکړې.
محمد اشرف غني زیاته کړه، د کابل په څېر د کندهار ښار ته ځانګړی پلان په پام کې نیول شوی دی دغه راز به د میرویس نیکه کلا جوړولو د عملي کار ترڅنګ، د غازي عبدالله خان اڅکزي، غازي سردارمحمد ایوب خان، غازي محمداکبر خان، د اتلې ملالۍ، زرغونې انا او نازو انا مقبرې هم ورغول شي.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د کرنې په برخه تر ټولو بنیادي خبره د هغې معیاري کول او بازاریابي ده، څرنګه مو چې د کندهار انار نړیوال مارکیټ ته ورسول هڅه کوو د زابل بادام هم نړیوال بازار ته وړاندې کړو.