نورستان والي: سږ به د پنځوسو ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړیږي

په نورستان کې د تعلیمي کال د پیل په موخه جوړه شوې غونډه کې، د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وویل: سیمه ییزه اداره ژمنه ده، چې د پوهنې د پیاوړتیا په موخه ټولې هڅې وکړي، دده په وینا سږ کال به له پنځوسو ترپنځه پنځوسو پورې د ښوونځیو لپاره ودانیزې چارې پیل شي ، او د پاتې نورو ښوونځیو ودانۍ به په راتلونکي کال کې جوړې شي، چې دا د نورستان په تاریخ کې د پوهنې د بهیر د پیاوړتیا په برخه کې یو ستر بدلون دی .
ده ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو لپاره ښه پلانونه لري او راتلونکو دوو کلونو کې به هیڅ داسې ښوونځی پاتې نه شي، چې هغه دې سرپنا ونه لري .
په یاده غونډه کې د نورستان د پوهنې رئیس محمد امین حماد هم خبرې وکړې ویې وویل: د نورستان هغه ښوونکي چې تر دولسم او څوارلسم ټولګي پورې یې زده کړې کړي دي، هغوی ته به د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي، چې ددغه پروګرام له مخې به په راتلونکو دوو کلونو کې ټول ښوونکي لیسانس وي او دمسلک په برخه کې به هیڅ ډول ستونزه و نه لري .