هلمند: بېلابېلو سکتورنو ولس ته د خپلو فعاليتونو حساب ورکړ

د جمهور رئيس د هدايت له مخې د هلمند ولايت د پوهنې، پوهنتون، دارالمعلمين، عامې روغتيا، اطلاعات او کلتور، د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسيون، هلمند راډيو ټلوېزيون، شهيدانو او معلولينو چارو او ورزش امريت چارواکو ولس ته د خپلو فعاليتونو، ستونزو او لاسته راوړنو په اړه راپورونو ورکړل.
په دې اړه جوړه شوې ناسته کې، چې په مالي او اداري چارو کې مرستيال والي مجاهدالله صفاري هم ګډون درلود، ولسونو خپلې پوښتنې او نيوکې د اړوند ادارو چارواکو سره شريکې کړې، چې په وار سره ورته ځوابونه او وضاحت ورکړل شول.