هلمند والي د ناټو له ملکي سفير سره وکتل

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ملکي سفير نيکولاس کي هلمند ولایت ته ولاړ او هلته یې له هلمند والي محمد ياسين خان سره ددې ولايت پر عمومي وضعيت مفصلې خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې هلمند والي د یاد ولايت پر اوسني عمومي وضعيت، امنيتي پرمختګونو ، حکومتوالۍ، پرمختيايي چارو او نورو برخو کې لاسته راوړنې او ستونزې شريکې کړې. ده د ناټو له نوي ملکي سفير څخه مننه وکړه، چې دې ولايت ته يې سفر وکړ.
د ناټو ملکي سفير نیکولاس کي په هلمند کې وروستي پرمختګونه او لاسته راوړنې وستايلې او له افغانستان سره يې د ناټو ماموريت پر دوامداره ملاتړ ټينګار وکړ.
دواړو لوریو د سولې او پخلاينې پر روانو خبرو او پروسې هم مفصلې خبرې وکړې. هلمند والي څرګنده کړه، چې حکومت د افغانانو په مالکيت پايداره سولې ته په بشپړه توګه ژمن دی او پدې برخه کې جمهور رئيس محمد اشرف غني روښانه دريځ څرګند کړی دی.
ياسين په سيمه ييزه کچه هم د سولې پر هلو ځلو ټينګار وکړ ویې ويل: د جمهور رئيس د هدايت له مخې په سیمه ییزه کچه هم هڅې روانې دي، چې د وسله والو مخالفينو په ليکو کې ګڼ شمېر کسان خبرو اترو ته حاضر او له جګړې لاس په سر کړي.
ده څرګنده کړه، چې په تېرو څو مياشتو کې پدې برخه کې ګڼې لاسته راوړنې شتون لري، يو شمېر وسله وال طالبان او مشران يې له تاوتریخوالي پرته حاضر شوي، چې جګړه پرېږدي او عادي ژوند اختیار کړي.