احمد فريد بسيم د بغلان والي وټاکل شو

احمد فريد بسيم د بغلان د نوي والي په توګه وټاکل شو او نن يې رسما په دغه ولايت کې پر دنده پيل وکړ.
د سيمه‌ييزو ارګانونو د پاليسي معين ډاکټر تېمور شاران نن د بغلان ولايتي ادارې، مدني ټولنو او خلکو ته احمد فريد بسيم د نوي والي په توګه ورپېژانده.

شاران د بغلان له مخکېني والي عبدالحي نعمتي څخه مننه وکړه چې په دغه ولايت کې يې د حکومتولي د پراختيا او متوازن انکشاف په برخو کې پرېمانه هڅې کړې دي.

احمد فريد بسيم د ماسټري تر کچې لوړې زده‌کړې لري او په سیاسي، مدیریتي او امنیتي برخو کې د پوره تجربې خاوند دی.