عبدالحق شفق د تخار والي وټاکل شو

عبدالحق شفق نن د تخار د نوي والي په توګه رسما دنده پيل کړه.
د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مالي او اداري معين روح الله نيازي، ښاغلی شفق د تخار ولايتي ادارې، مدني ټولنو او د خلکو استازيو ته د تخار د نوي والي په توګه وروپېژانده.

ښاغلي نيازي وويل، نوی والي د حکومتولي په برخه کې ښه تجربه او د ستونزو د حل اوږده مخينه لري او باوري دی چې په تخار کې د ځينو شته ستونزو په حلولو کې به بريالی وي.

روح الله نيازي په دغو مراسمو کې د تخار له مخکېني والي ښاغلي فضل الله مجددي هم مننه وکړه چې پرته له کوم توپير څخه يې د دغه ولايت ټولو خلکو ته خدمت کړی او د ښې حکومتولي په برخه کې يې پرېمانه هڅې کړې دي.