حمدالله محب د امنیتي وضعیت د څېړلو په موخه نورستان ته لاړ

د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب او د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین خوشحال سادات، د نورستان اوسني امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه له نورستان نه لیدنه وکړه .
دواړو لوړ پوړو امنیتي چارواکو د نورستان ولایت ملکي او نظامي چارواکو سره په لیدنه کې، د هغوی وړاندیزونه واورېدل او اوسنی حالت یی وارزاوه.
د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقیوم ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او ورڅخه یی مننه وکړه چې ددې ولایت د چارواکو ستونزې له نږدې واورېدې.
حافظ عبدالقیوم له پلاوي څخه په خپلو خبرو کې د نورستان د امنیت د پراختیا په موخه د امنیتي ځواکونو په زیاتوالي او په درندو وسلو د هغوی په سمبالښت ټینګار وکړ .
حافظ وویل: زمونږ امنیتي ځواکونه ډیر زړور دي او د جګړې په ډګر کې یې تل دښمنانو ته ماتې ورکړې ده .
د امنیت شورا سلاکار حمد الله محب او د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي معین ددې ولایت یو شمېر اتلو او زړورو سرتېرو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل .
پلاوې د نورستان ولایتي ادارې ته ډاډ ورکړل ،چې ټولو غوښتنو ته به یې لاسرسی وکړي او ستونزو ته به د حل لارې چارې ولټوي .