د ملي امنیت شورا سلاکار کنړ ته سفر وکړ

د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب او د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین خوشحال سادات کونړ ته سفر وکړ.
د کونړ مرستیال والي ګل محمدبیدار راغلي پلاوي ته د امنیتي وضعیت په اړه معلوماتو ورکولو ترڅنګ، له دولت څخه د ولسونو پراخ ملاتړ او چپې درې ولسوالۍ کې وروستیو رامنځته شویو ګواښونو له امله د بې ځایه شویو کورنیو په ستونزو خبرې وکړې.
مرستیال والي وایي: بې ځایه شویو کورنیو ته یې لومړنۍ مرستې رسولي او په سیمه کې د رامنځته شویو ګواښونو مهارولو لپاره امنیتي او دفاعي ځواکونه لاس په کار دي .
د کورنیو چارو وزارت امنیتې معین خوشحال سادات وویل، د کونړ امنیتې وضعیت نه يې پوره معلومات تر لاسه کړي او د حکومت ضد ډلو لپاره یې جدي تدابیر نیولي دي.
نوموړي زیاته کړه: د داعش وسله والې ډلې مالي سرچینې وچې شوي او غواړي په زور او ګواښ ولسي خلک خپلو لیکو ته راجلب کړي ،چې په وینایې امنیتي ځواکونه پوره اماده ګي لري چې د داعش ډله به ماته کړي.
د ناستې په ترڅ کې د کونړ امنیتي مسوولینو له لوري د امنیتي او اوپراتیفي وضعیت په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنک، د امنیتي او دفاعي ځواکونو په خوځښتونو او اماده ګیو خبرې وشوې.