ننګرهار: د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې اوبو لګولو چارواکو ننګرهار والي ته خپل راپور ورکړ

په هېواد کې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې دفتر مشر راجندرا اريال او د يادې ټولنې د اوبو لګولو مسئول سومن سيجاپتي په دې ولايت کې د خپلو فعاليتونو په اړه ننګرهار والي شاه محمود مياخيل خپل راپور ورکړ.
يادو چارواکو وويل: دوی له ۱۹۴۹ کال راپدېخوا په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې فعاليت کوي.دوی همدا راز په ننګرهار کې څارويو ته د ناروغيو مخنيوي د پلې شوي واکسين، د اقلیم بدلون او د جاپان PMS ادارې له لوري د اوبو لګولو په برخه کې د تر سره شويو پروژو او فعاليتونو په اړه هم والي ته معلومات ورکړل.
په همدې حال کې ننګرهار والي شاه محمود مياخيل وويل: ننګرهار يو زراعتي ولايت دی، چې د ختيځ سربيره، د هېواد نورو ولايتونو ته هم حبوبات، سابه، ميوې او لبنیات ورلیږي.
میاخیل په سراج العمارت بڼ کې د وطني توکو نندارتون په اړه هم یاد چارواکو ته معلومات ورکړل، چې درې ورځو کې ترې شاوخوا اتيا زره کسانو ليدنه وکړه او خلکو په مينه خپل توکي وپېرل.
ننګرهار والي دغه راز د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې د دفتر عمومي مشر او د یادې ادارې د اوبو لګولو چارواکو څخه مننه وکړه، چې په دې ولايت کې يې مهمې پروژې پلې کړي او ورڅخه يې غوښتنه وکړه، چې د کرنې او مالدارۍ برخې ته لا زیاته پاملرنه وکړي.