ننګ د ملي اردو په لیکو کې په دواړو پښو یوه معلول سرتیري سره مرسته وکړه

د لغمان والي محمد آصف ننګ، د ملي اردو په لیکو کې په دواړو پښو یوه معلول سرتېري سره د هستوګڼې یوې فوق العاده نمرې او نغدي مرسته وکړه.
د ملي اردو د لومړۍ پلې لیوا اړوند دغه سرباز بلال احمد نومیږي او څه موده وړاندې په الیشنګ ولسوالۍ کې د سړک غاړې یوه ماین په چاودنه کې یې دواړه پښې له لاسه ورکړې.
ننګ د سرتیري بلال احمد هڅې او قربانۍ وستایلې او هغه یې ددې خاورې ریښتینی بچی او اتل یاد کړ.
دغه راز د لغمان د والي له لوري یو شمېر ادارو ته سپارښتنه وشوه، چې له دغه سرتیري سره په نورو بېلابېلو برخو کې هم مرستې او لاسنیوی یې وشي.
په ورته مهال افغان معلول سرتېري د لغمان والي څخه مننه وکړه، چې تل یې خپل اسلامي او ملي مسوولیت د ټولو وګړو پر وړانډې ترسره کړی او نن یې دده لاسنیوی هم وکړ.