ننګرهار پوهنتون کې د نجونو لیلیه جوړیږي

ننګرهار والي شاه محمود میاخیل، چې یو شمېر ولایتي چارواکي هم حاضر ول، ننګرهار پوهنتون کې د نجونو لیلیې د جوړولو بنسټ ډبره کېښوده.
دغه لیلیه، چې د جمهوري ریاست د چارو ادارې د مالي او عملیاتي او مرستندویه واحد لوی ریاست له لوري جوړیږي، یو سل او دوه پنځوس میلیونه افغانۍ لګښت به پرې راشي.
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وویل: د نجونو د لیلیې دغه شپږ پوړیزه ودانۍ به په ۱۵ سوه متره مربع ځمکه کې جوړه، چې چارې به یې د ۳۶۵ کاري ورځو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي .

ده وویل: ولسمشر ننګرهار ته ځانګړې پاملرنه لري، چې ښه بېلګه یې د دوو اونیو په موده کې د پوهنتون لپاره د نجونو لیلیې د وړاندیز منظورۍ، ډیزاین او عملي چارې پیل کول دي .
میاخیل دغه راز د یو شمېر نورو پروژو لکه د غازي امان الله خان مزار د جوړیدو، د جلال اباد شاهي ماڼۍ د بیارغونې چارو پېلېدل او د فخر افغان باچا خان مزار د جوړولو خبر هم ورکړ.
ننګرهار پوهنتون کې دوه زره نجونې په زده کړو بوختې دي، چې په مخکینۍ لیلیه کې د ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ وې او د نوې لیلیې په جوړیدو سره به ستونزې حل شي.