هلمند ته د پوهنې د ستونزو حل په موخه یو دولتي پلاوي سفر وکړ

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په لارښوونه د سلاکار وزير محمد داود ګلزاد په مشرۍ د ګډو ادارو استازو پلاوی، د پوهنې د ستونزو حل په موخه هلمند ته سفر وکړ او هلته یې د هلمند والي له دواړو مرستیالانو سره وکتل.
دغه پلاوي کې د جمهوري رياست د چارو ادارې، سيمه ییزه اورګانونو خپلواکه ادارې، پوهنې وزارت، لوی څارنوالي او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسيون استازي شامل دي.
د پلاوي په وینا، په هلمند کې د پوهنې رياست اړوند د ستونزو او شکايتونو اورېدو لپاره به د ښوونکو ټولنې، د ښوونځيو مديرانو، شوراګانو، ولايتي شورا، مدني ټولنو او اعتراض کوونکو سره بېلابېلې ناستې ولري او د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو او شکايتونو په اړه به جمهور رئيس ته راپور وړاندې کړي

د هلمند د مالي او اداري چارو مرستيال والي مجاهدالله صفاري راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ، له جمهور رئيس څخه مننه وکړه، چې په هلمند ولايت کې يې د پوهنې د ستونزو حلولو لپاره با صلاحيته پلاوی را ورلېږلی دی.
ده ټينګار وکړ، چې د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو، ناوړه لاسوهنو او نورو ناخوالو په اړه بايد هر اړخيز او د حقيقت پر ټيکاو ولاړ راپور چمتو او جمهور رئيس ته وړاندې شي، ترڅو هغه ناخوالې چې پوهنیز ډګر ننګوي په ګوته او حل لارې ورته ولټول شي.
همدارنګه په ټولنيزو چارو کې مرستيال والي بسم الله روحاني هم پلاوي سره د څېړنو په برخه کې د هر ډول همکاريو او اسانتياو رامنځته کېدو ډاډ څرګند کړ.