ګردیز ښاروالۍ ته شل میلیونه افغانۍ تشویقي بودجه ورکول کیږي

د ګردیز ښاروالۍ مشورتي بورډ د ګردېز ښاروال عصمت الله خالد په مشرۍ پنځلس ورځنی غونډه وکړه.
غونډه کې د اجنډا اړوند د مشورتي بورډ یو شمېر غړو په ښاري مسایلو خبرې وکړې او د ښار د پراختیا لپاره یې خپل وړاندیزونه شریک کړل.
ګردېز ښاروال وویل: سږکال د مرکز څخه ورته شل میلیونه افغانۍ تشویقې بودیجه ورکول کیږي، چې له مخې به یې، د ښار دوه مهم سړکونه له نورو سره وصل شي. ده زیاته کړه په پلان کې ده چې د ښاري حکومتوالۍ مدیریت له لوري ښاریانو ته د اطلاع رسونې په برخه کې د ښاروالۍ مهالنۍ چاپ شي.
خالد د مشورتي بورډ د یو شمېر غړو د غوښتنو او د ښاریانو ستونزو ته د رسیدګي په موخه، تخنیکي او سکتوري مدیریت ته دنده وسپارله، ترڅو د هغو مارکيټونه له مالکینو سره، چې تشنابونه نه لري یاده ستونزه ژرتر ژره حل او غونډې ته خپل ګزارش وړاندې کړي.
د مشورتي بورډ په غونډه کې، د زرغونتیا په کمپاین هم خبرې وشوې او دې برخه کې یو شمېر پرېکړې ونیول شوې.