هلمند والي سنګین ولسوالۍ امنیتي وضعیت وڅېړه

هلمند والي محمد ياسين خان د نظامي شورا غړو په ملتيا سنګين ولسوالۍ ته ولاړ او هلته يې د امنيتي او دفاعي ځواکونو وروستيو لاسته راوړنو څخه د مننې ترڅنګ، شهيدانو ته دعاء وکړه.
یاسین خان دغه راز د نظامي شورا ناسته کې، په یاده ولسوالۍ کې روان پوځي عملیات هم و ارزول.
د دوهمې پلې لوا قوماندان حنيف الله شينواري د سنګين ولسوالۍ د وروستي وضعيت په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل، ده په سنګين ولسوالۍ کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ د غوره همغږۍ او ګډې مبارزې ډاډ څرګند کړ او د روانو پوځي عملياتو د لا پیاوړتیا او پراختیا لپاره يې يو شمېر وړانديزونه هم شريک کړل.

هلمند والي په سنګين ولسوالۍ کې د روانو پوځي عملياتو د لا اغيز او پياوړتيا لپاره اړونده اورګانونو ته لارښوونه وکړه، چې نيمګړتياوې او اړتياوې يې ور بشپړه کړي او د پلان له مخې عمليات پر مخ يوړل شي.
ده د ملکي وګړو د سر او مال په خوندیتوب هم ټينګار وکړ وېی ويل: حکومت او په ځانګړې ډول جمهور رئيس ته دا په هيڅ ډول د منلو وړ نه ده، چې ملکي کسانو ته دې زيان واوړي.
غونډه کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان، امنيې قوماندان او د ملي امنيت رئيس په خپلو برخو کې د روانو عملياتو د بشپړه ملاتړ او د امکاناتو چمتو کولو ډاډ څرګند کړ.