هلمند او زابل کې د خبریالانو ملي ورځ ونمانځل شوه

په دې اړه هلمند ولایت کې د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې، د یاد ولایت د خبريالانو ټولنې مشر زين الله ستانکزي له خبريالانو او رسنیو سره د هلمند والي همکاري او همغږي وستايله او مننه يې وکړه، چې د نثار احمد احمدي د غوره درملنې لپاره يې هر ډول شرایط چمتو کړل.
ده که څه هم له ولايتي ادارې خوښي وښوده، چې تل يې خبريالانو ته پر وخت معلومات ورکړي، خو غوښتنه يې وکړه، چې د نورو ادارو له لوري هم دغه ستونزه هواره شي او هم يې هيله وکړه، چې د شهيد شويو خبريالانو له کورنيو سره د اساسي مرستو لپاره دې کار وشي.
دې غونډې ته د سباوون ټلوېزيون ټپي شوي خبريال نثار احمد احمدي غږیز پېغام هم را لېږلی وو، چې پکې يې د خپلې روغتيا په اړه پر ډاډ سربېره، له هلمند والي، دفاع وزارت او ټولو اړونده ادارو څخه مننه وکړه، چې د نوموړي د درملنې لپاره يې هر ډول شرايط چمتو کړل.


هلمند والي محمد ياسين خان پدې ولايت کې د خبريالانو او رسنيو د فعاليتونو پر ستاينې سربېره، هغوی یې د هيواد په کچه وياړلي يادل کړل ویې ویل: ټولې نظامي او ملکي ادارې بايد رسنيو او خبريالانو سره له قانون سره سم معلومات شريک، او پدې برخه کې هيڅ ډول ناغيړي د منلو وړ نه ده.
ده ډاډ څرګند کړ، چې له خبريالانو او رسنيو سره به خپلو همکاريو او همغږي ته دوام ورکوي او د دوی د کار په برخه کې به ورسره لازمه همکاري وکړي.
د غونډې په بله برخه کې د هلمند والي له لوري پدې ولايت کې د شپږو شهيد شويو خبريالانو کورنيو سره نغدي مرستې هم وشوې.
بل لور ته په زابل کې هم د خبریالانو ملي ورځ نمانځغونډه کې د خبریالانو پر شته ستونزو، حل لارو او د دولت له لوري رسنیو سره د معلوماتو پر شریکولو او د بیان پر ازادۍ خبرې وشوې.
په غونډه کې د زابل د اطلاعاتو او کلتور رییس، خبرې وکړې. ده وویل: سره له دې چې خبریالان له ګڼ شمېر ستونزو او ګواښونو سره مخ دي خو بیا هم خپل مسلک ته ژمن او دغه ملي رسالت یې ترسره کړی دی. دده پدې ولایت کې د خبریالانو لپاره د وسایلو د کمښت او د روزنیز ورکشاپونو د جوړیدو غوښتنه وکړه او تمه یې وښوده، چې ولایتي اداره یې ستونزي ورحل کړي.
د غونډې په پای کې د رسنیو د چارواکو ترڅنګ، خبریالانو ته ستاینلیکونه او یو شمېر ډالۍ هم ورکړل شوې.