آصف ننګ بادپښ ولسوالۍ ته د هر اړخیز وضعیت ارزولو په موخه سفر وکړ

د لغمان والي ولسوالیو ته د سفرونو په لړ کې، داځل بادپښ ولسوالۍ ته لاړ او هلته یې په یوې ستره غونډه کې ګډون وکړ.
د غونډې په پیل کې د بادپښ ولسوال سید شریف پاچا د ښه راغلاست ترڅنګ، له ننګ څخه وغوښتل، چې بادپښ ته دې د پوهنې، روغتیا، کرنې او بیارغونې په برخو کې زیاته پاملرنه وکړي.
د غونډې په ترڅ کې څو تنو قومي مشرانو خبرې وکړې ویې ویل: د بادپښ ولسوالۍ قومونه تل له نظامه دفاع کړې او وروسته له دې به یې هم کوي. دوی د لغمان والي څخه مننه وکړه، چې تل له ولسونو سره په مشورې کار کوي.
د لغمان والي محمد اصف ننګ د قومي مشرانو د وړاندیزونو تر اورېدو وروسته، هغوی ته ډاډ ورکړ چې د نوي کال له پیلیدو سره سم به په بادپښ ولسوالۍ کې د ګڼو پروژو کار پیل شي.
ننګ له ولسونو وغوښتل، چې د ډاډمن امنیت لپاره ټول باید په ګډه له خپلو ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو سره کار وکړو او ټولو ځواکونو ته مو لارښوونه کړې، چې د عملیاتو پرمهال دې ملکي خلکو ژوند ته زیاته پاملرنه وکړي.
نوموړي د خپلې یوې میاشتې تنخوا هم د بادپښ ولسوالۍ جامع جومات د رغولو سره مرسته وکړه.
لغمان والي دغه راز په یاده ولسوالۍ کې مېشتو ملي پولیسو، ملي امنیت او د ملي اردو منسوبین په نغدي ډالیو هم ونازول.