لغمان کې د سولې په اړه د افکارو او نظریاتو شریکولو کنفرانس جوړ شو

دغه کنفرانس، چې د سولې او ولسواکۍ لپاره د برابري بنسټ یا EPD له لوري جوړ شوی دی، پکې د کانونو او پطرولیم سرپرست وزیرې نرګس نهان، لغمان والي محمد اصف ننګ او ګڼ شمېر مدني ټولنو غړو ګډون کړی ؤ.
لغمان والي د خپلو خبرو پرمهال وويل:عدالت، ښه حکومتوالي او د مدني ټولنو پیاوړي کول د ثبات هغه عناصر دي چې باید زیات کار پرې وشي.
دده په خبره، د سولې روانو خبرو کې د ځوانانو او ښځو رول مهم دی، چې په وینا یې، ټولې جګړې د مقدسو شعارونو لاندې د نا مقدسو اهدافو لپاره ترسره کیږي.
ننګ وویل: موږ تلپاتې سوله غواړو، د هیواد اوسنۍ جګړه بهرني عوامل لري، چې له هیواده بهر مخالفین روزل او تمویلیږي او پردي یې د خپلو ګټو لپاره کاروي.
د سولې او ولسواکۍ لپاره د برابري بنسټ یو غیر انتفاعي او غیر حکومتي سازمان دی، چې په افغانستان کې د ټولنې او پالیسي په کچو د ښځو او ځوانانو پیاوړي کولو ته ژمن دی.