ابراهیم شایر د محمد یاسین خان لیدو ته تللی وو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسف د سوېلي ولایتونو عمومي مشر ابراهيم شاير هلمند ته تللی او هلته یې له هلمند والي محمد یاسین خان سره یې په لیدنه کې، د خپلو روانو پلانونو او فعالیتونو په اړه هغه ته معلومات ورکړل.
شایر په دې لیدنه کې وویل: داچې وروستیو سیلابونو د هلمند اوسېدونکو ته ګڼ شمېر زیانونه اړولي دي، نو دا اداره په پام کې لري، ترڅو په دې برخه کې وروستي معلومات راټول او له زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې وکړي.
ده دغه راز وویل: اداره یې غواړي ترڅو د ولایتي ادارې په مرسته، د ځینو دولتي ادارو له چارواکو سره د پروژو د ښه پلې کېدو او ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه غونډې وکړي. هغه زياته کړه، چې يونيسيف غواړي په هلمند کې خپله هر اړخيزه پاملرنه او مرستې زياتې کړي.
په ورته وخت کې هلمند والي د یونیسف د سوېلي زون د دفتر مشر ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: یونیسف ادارې په ډیرو مهمو برخو کې مرستې کړي دي. ده دغه راز څرګنده کړه، چې د سېلاب ځپلو کورنیو بشپړ معلومات به له مرستندویه ادارو او په ځانګړي ډول د یونیسف له ادارې سره شریک کړي.
دده په وینا، تر اوسه له سېلاب ځپلو سره د حکومت او د مرستندویه ادارو له لوري مرستې ترسره شوي، چې لا هم په دې برخه کې د مرستو اړتیاو لیدل کیږي. یاسین خان د پوهنې، روغتيا او د پاکو اوبو رسولو برخو کې د يونيسيف ادارې پر لا پاملرنې او مرستو ټينګار وکړ.