جلال آباد کې د ولسي تړون له لوري د بیارغونې چارې پیل شوې

د جلال اباد ښار درېيمې ناحيې اړوند بابړيانو شورا له لوري د ولسي تړون او سيمې خلکو په ګډ مالي لګښت، د سړکونو، ويالو او کوڅو جوړولو چارې پيل شوې.
د بیارغونې په دغې پروژې به شپږ ميليونه او دوه سوه زره افغانۍ لګښت راشي.
د معلوماتو له مخې په دغه پروژه کې د درې سوه متره په اوږدوالي کوڅې، درې سوه متره ويالو او يو اندازه سړکونو پخولو او د ۲۳۰۰ متره په اوږدوالي د جوړو شويو ويالو لپاره د فلزي سرپوښونو لګول شامل دي.
د رغونې دغه کارونه به په څلورو مياشتو کې بشپړ شي،چې په جوړېدو سره به یې دوه سوه کورنۍ په مستقيم او دوه زره نورې کورنۍ په غير مستقيم ډول ترېڼه ګټه پورته کړي.