د جلال آباد ښاروالۍ ښوونځیو کمېټو لپاره ورکشاپ پیل شو

دغه څلور ورځنی ورکشاپ، چې د شهر همکار دفتر له لوري جوړ شوی دی، په ترڅ کې به يې د ښاري فرهنګ په برخه کې اړونده کمېټو ته لازمې زده کړې ورکړل شي.
جلال اباد ښاروال رياض الله درمل وايي: د ښار په پنځلس ښوونځیو کې له زده کوونکو څخه کمېټې جوړې شوي، چې د ښاري فرهنګ په برخه کې فعاليت کوي.
په ورته وخت کې بیا د پوهنې رئیس وويل، چې د ښاري فرهنګ دودولو تر ټولو ښه لار په ياد برخه کې د زده کوونکو روزنه ده او له ښاروالۍ څخه يې غوښتنه وکړه، چې په نورو ښوونځیو کې هم دا ډول کمېټې جوړې کړي.