هلمند والي: کشفي او استخباراتي ادارې د جرایمو په کموالي کې خپل مسوولیت ترسره کړي

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې چې د یاد ولایت د استیناف، نظامي او د ملي امنيت څارنواليو رئیسانو، د امنیه قوماندانۍ د جنايي او استخباراتي ادارو چارواکو ګډون درلود، هلمند والي محمد یاسین خان د ترورستي او جنايي پېښو مخنيوي لپاره د اړونده ادارو ترمنځ په پوره همغږۍ او ګډ کار ټينګار وکړ ویې ويل: اړونده ادارې دې د قانون او د جمهور رئيس د تازه فرمان له مخې پېښو ته د رسيدګۍ لپاره منظمه تګلاره پکار واچوي.
ده زياته کړه، د قانون له مخې د هرې ادارې مکلفيت او کاري ساحه معلومه ده، بايد پرته له ځنډه په خپله برخه کې اقدامات ترسره کړي، ترڅو د جرايمو د رامنځته کېدو څرنګوالی په کره توګه معلوم شي.
غونډه کې د عسکري څارنوالۍ رئيس اسدالله باوري او د استناف څارنوالۍ رئيس قاري رحيم الله د پېښو رامنځته کېدو په صورت کې د اړونده ادارو پر يو شمېر اجراتو نيوکه وکړه، او هيله يې څرګنده کړه، چې د قانون او کاري ساحې له مخې بايد رامنځته شوې پېښه په کره او هر اړخيزه توګه وڅېړي.