هلمند: د ستراتیژیک پلان جوړونې ورکشاپ جوړ شو

دغه ورکشاپ چې د سیمه ییزه اورګانونو خپلواکه ادارې او د هلمند ولایتي ادارې له لوري جوړ شوی دی، پکې د هلمند د درې پنځوسو ریاستونو او ادارو کارکوونکي ګډون لري.
ددغه ورکشاپ په ترڅ کې به د ۱۳۹۸ کال څخه تر ۱۴۰۲ کال پورې د ستراتیژیک پلان د جوړونې په اړه دولتي ادارو چارواکو ته هر اړخیز مالومات ورکړل شي، ترڅو وکولای شي د هلمند لپاره واقعي او اساسي ستراتیژیک پلان جوړ کړي.


د هلمند والي محمد یاسین خان د خبرو پرمهال وویل: د ستراتیژیک پلان د جوړېدو ارزښت په دې کې دی، چې ولایتي ادارې او ګډ اړخونه دې ته اړ باسي څو راتلونکي لپاره لرلید وټاکي او لرلید ته د رسېدو لپاره د اړونده ښکیلو خواوو او سیمه ییزو سرچینو او ظرفیتونو څخه په ګټې اخیستنې د ولایت پرمختګ او بیارغونه ډاډمنه کړي.
یاسین خان همداراز وویل: داچې د تېر ستراتیژیک پلان وخت پای ته رسېدلی، نو پکار ده چې د تېرو تجربو له مخې په نوي ستراتیژیک پلان کې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د خلکو ټولې غوښتنې په پام کې ونیول شي.