جمهوررئیس غني د فراهي مېرمنو فعال حضور او پرمختګونه وستایل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له ښځو سره په کتنه کې د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
د ښځو په استازیتوب نادیې رشاد جمهوررئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ، ښځو ته د ځانګړې پاملرنې او هغوی ته د اسانتیاو او فرصتونو برابرولو له امله مننه وکړه او ویې ویل: فراه ولایت کې د زده کړو، کار او نورو برخو کې فراهي مېرمنې ښه پرمختګونه لري، خو لا هم کافي نه دي.
هغې همدارنګه په عدلي او قضایي اورګانونو، دولتي ادارو، پوهنتونونو او روغتونونو کې د ښځینه کدرونو د ګمارنې په اړه له جمهوررئیس سره د خپلو وړاندیزونو د شریکولو ترڅنګ وویل، نجونو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې ترڅنګ دې د ښځینه مدافع وکیلانو شمېر زیات او همدارنګه د مېرمنو لپاره صنعتي پارک جوړ شي.
جمهوررئیس غني د ښځو د فعال حضور او په سختو شرایطو کې د بېلابېلو پرمختګونو ترڅنګ، د فراهیانو له حقونو څخه د دفاع کولو له امله مننه وکړه او ټولو ته یې په دولتي ادارو او ښوونځیو کې د فراه د ښخو او نجونو د فعال حضور مبارکي وویله.
جمهوررئیس وویل: د افغانستان برېښنا شرکت به په فراه ولایت کې ۱۵ ښځینه کارکوونکې وګوماري او همدارنګه یې د فراه د والي په ګډون ټولو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د ښځينه کارکوونکو استخدام ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د هیواد جمهوررئیس وویل، په فراه ولایت کې د نجونو ښوونځیو د شمېر د زیاتوالي ترڅنګ به د ښځینه ښوونکو بستونه هم زیات او د مسلکي لېسو جوړولو په برخه کې به د فراه ولایت مېرمنو ته لومړیتوب ورکړل شي.
جمهوررئیس غني وویل، د ښځینه قاضیانو او څارنوالانو مقررۍ ته د پاملرنې ترڅنګ به په توقیف خونو کې په شرایطو د برابرو ښځینه بندیانو د بند موده کې تخفیف راشي او والي ته یې لارښوونه وکړه چې پر شرایطو د برابرو زنداني مېرمنو لېست ترتیب او د وروستیو اقداماتو لپاره جمهوري ریاست سره شریک کړي.