هلمندوالي د سیلاب ځپلو کورنیو د حال پوښتنه وکړه

هلمند والي محمد ياسين خان بُست کلا سيمه کې، د سيلاب ځپلو کورنيو حال له نېږدې واخيست.

ده په سيمه کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو مننه وکړه، چې د خلکو د ژوند ژغورلو برخه کې يې رغنده رول ولوباوه.

د هلمند د بُست کلا اړوند سيمه کې ګڼ شمېر کورنۍ او وګړي سيلابي اوبو کې بند پاتې وو، چې د هلمند والي په لارښوونې د څلورمې سرحدي او پنځمې عامه نظم لواګانو د قوماندانانو په مشرۍ امنيتي ځواکونو سيمې ته ځان ورساوه او هلته يې ګڼ اوبو کې محاصره کسان را خلاص کړل.

هلمند والي په سيمه کې د سروې ټيمونو ته جدي لارښوونه وکړ، چې ژر تر ژره سيلاب ځپلې کورنۍ ګوته او بیړنۍ مرستې ور ورسوي.

ده دغه راز د سيلاب له امله له دغو کورنيو سره، چې کوچيان هم پکې شامل وه پر خوراکي، البسي او د پخلنځي توکو سربېره، د خېمو او تارپالونو مرسته هم وکړه.

بل لور ته د هلمند والي په لارښوونه د مرستیال والي مجاهدالله صفاري په مشرۍ یو پلاوی ناوې ولسوالۍ ته تللی او دا مهال بوخت دي، چې اوبو کې بند وګړي و ژغوري.

دغه راز د کندهار د هوايي لوا له لوري په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون، ۳۰ تنه وګړي ژغورل شوي او د پاتې نورو د ژغورلو هڅې روانې دي.

بايد وويل شي، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د هلمند پر مرکز لښکرګاه سربېره، ګرمسېر، ناوې، مارجې، نادعلي، نهرسراج او ځينو نورو سيمو کې شاوخوا زر کورنۍ زيانمنې شوې، چې د هلمند والي په لارښوونه د اضطرار کمېټې ناسته کې اړوند مرستندویه بنسټونو ته جدي سپارښتنه شوې، څو مستحقې کورنۍ په ګوته او عاجلې مرستې ور ورسوي.