لغمان: د انجینرۍ پوهنځی ورغول شو او د بل پوهنځي لپاره ودانۍ جوړیږي

د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر نجیب الله خواجه عمري او د لغمان والي محمد آصف ننګ، لغمان پوهنتون کې د انجینري پوهنځي او د پخلنځي او خوړنځي ودانۍ، ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
پر دغو ودانیو ټول ټال نهه پنځوس میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې دوه څلوېښت نیم میلیونه افغانۍ د انجنیرۍ د پوهنځي د ودانۍ په رغولو او څه کم اوولس میلیونه افغانۍ هم د خوړنځي او پخلنځي د ودانۍ په رغولو، لګښت راغلی دی.


د لغمان والي د خوښۍ څرګندولو تر څنګ، د لوړو زده کړو وزیر څخه وغوښتل، چې په یاد پوهنتون کې د څیړنیز مرکز د جوړېدو زمینه هم برابره کړي.
د لوړو زده کړو وزیر چې لغمان ته ی سفر کړی وو، په خپله وینا کې، له ولایتي سفرونو څخه یې موخه د پوهنتون ښوونکو او محصلینو ستونزې او وړاندیزونه له نږدې اوریدل وبلل.
ده وویل تر راتلونکو دریو کلونو کې به هیڅ لسانس ښوونکی په یاد پوهنتون کې شتون ونلري او ټول په د ماسترۍ او له هغې د پورته زده کړو څخه برخمن وي.


بل لور ته د همدغه سفر په ترڅ کې، یاد پوهنتون کې، د ښوونې او روزنې پوهنځي ودانۍ د جوړیدو د بنسټ ډبره هم د لوړو زده وزیر او د لغمان والي له لوري کیښودل شوه.
پر دغې ودانۍ به ۵۲ میلیونه افغانۍ لګښت راشي، چې د هندوستان هېواد له لوري ورکول کیږي او د یوه کال په موده کې به یې چارې بشپړې شي.