هلمند کې له بېوزله مېرمنو سره د روغتیايي مرستو پروګرام پیل شو

د ولسمشر او د لومړۍ مېرمنې له لوري، په هلمند کې له بېوزلو مېرمنو سره د روغتیايي مرستو ملي پروګرام د هلمند والي محمد یاسین خان له لوري، پیل شو.
ددغه پروګرام له مخې به د درییو میاشتو په لړ کې د یاد ولایت په ۲۲ روغتیايي مرکزونو کې له بې وزله مېرمنو سره نغدي مرسته وشي.
هلمند والي والي ددغه پروګرام په پرانېسغونډه کې وویل: چې ددې پروګرام لپاره اته څلوېښت میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي، چې په هر روغتیايي مرکز کې د یوې ځانګړې کمېټې له لارې دا مرستې تر بېوزله مېرمنو پورې رسېږي.


دده په وینا، حکومت د بېوزلۍ د مخنیوي لپاره بېلابیل پروګرامونه لري ترڅو د خلکو اقتصادي حالت سم او پرته له اقتصادي ستونزو ژوند تېر کړي.
ده د مرستو د وېش مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د یوې رڼې سروې له مخې دې دغه مرستې تر بېوزله کورنیو ورسوي او که چیرې ددغې پروسې په اړوند شکایتونه ورته ورسېدل، نو اړونده چارواکو سره به جدي قانوني چلند وشي.