د کندهار نوي والي خپله دنده پيل کړه

د کندهار نوي والي حیات الله حیات د سیمه ییزه اورګانونو خپلواکه ادارې د مالي او اداري معین روح الله نیازي له لوري ددې ولایت کارکوونکو او ولس ته معرفي شو او رسما یې خپله دنده پیل کړه.
په دغه مراسمو کې روح الله نیازي، د سیمه ییزه اورګانونو خپلواکه ادارې د مشرتابه په استازیتوب حیات الله حیات ته د مبارکۍ ترڅنګ، هغه ته په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
نیازي حیات ته سپارښتنه وکړه، چې د ښې حکومتوالۍ په رامنځته کولو او دارنګه د کندهار ولس ته د خدمتونو د عرضې په برخه کې، پوره هلې ځلې وکړي.
دغه راز کندهار نوي والي حيات الله حيات د وینا پر مهال له ولسمشر او د سیمه ییزه اورګانونو خپلواکه ادارې له مشرتابه پلاوي څخه مننه وکړه، چې پر ده یې باور وکړ او دروند مسوولیت یې ورته وسپاره.


نوموړي د کندهار ولس سره ژمنه وکړه، چې دی به په دې ولایت کې د ښې حکومتوالۍ لپاره زمینه برابره کړي او د امنیت په راوستو او د اداري فساد په ورکولو کې به جدي مبارزه وکړي.
حیات له کندهاري ولسونو څخه وغوښتل، چې په چارو کې ورسره هر اړخيزه همکاري او ملاتړ وکړي، ترڅو د دې ځورېدلي ولس خدمت په قوي مورال سره ترسره کړي.