د مرکز او الینګار اوسېدونکو له سیمه ییزه ادارې ملاتړ اعلان کړ

د لغمان د مرکز او الینګار یو شمېر قومي مشرانو له والي محمد آصف ننګ سره په لیدنه کې، له سیمه ییزه ادارې او نظام څخه خپل ملاتړ څرګند، او د امنیت، فساد سره مبارزې، غصب مخنیوي، ښې حکومتوالۍ او نورو برخو کې یې د ولایتي ادارې کړنې وستایلې.
دوی دغه راز یادونه وکړه، چې د امنیتي ځواکونو ملاتړي دي او هغه کسان چې د نظام خلاف دي هغوی دې د قانون منګولو ته وسپارل شي.
قومي مشرانو خپلې بېلابېلې ستونزې هم د حل په موخه د لغمان والي سره شریکې کړې.
د لغمان والي له قومي مشرانو څخه مننه وکړه، چې د نظام او ولایتي ادارې له کړنو خوښ او ملاتړي دي.
ده وویل: زموږ لومړیتوب سوله ده او هڅه کوو چې سولې او پراختیا ته لا ډير کار وشي.
ننګ دغه راز یادونه وکړه چې د عدليي او قضایي اورګانونو ترمنځ همغږي لا قوي شوې او هیچاته اجازه نه ورکول کیږي چې بې ګناه کسان وزوروي.
لغمان والي د الینګار ولسوالۍ خلکو څخه وغوښتل، چې د پراختیا لپاره زمینه سازي وکړي، ترڅو په سیمو کې ورته بېلابېلې پروژې پلې شي.