د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقیوم، د پارون عمومي لارې له هغه امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه، چې د زیاتې واورې د اورښت له امله یې زیان لیدلی دی.
د کونړ پارون عمومي لاره تېره ورځ د واورې د برف کوچونو له امله بنده وه، چې د ولایت د ټولګټو چارو ریاست ټول وسایط یې د خلاصون په موخه په کار بوخت وو. په نورستان کې تر یو متر زیاته واوره شوې او په ډېرو ځایونو کې برف کوچونه د پارون کونړ عمومي لارې ته راغلل چې لاره یی د تګ راتګ پرمخ بنده کړه .
واورو تر دې دمه پنځه کوچني برېښناکوټونه او په بانډو کې د څارویو واښه لاندې کړي دي. چې له امله یی د خلکو ورځنۍ چارې له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ کړي دي.
د چارواکو په وینا ۱۲ امنیتي پوستې هم واورو زیانمنې کړي خو له نیکه مرغه ځاني تاوان پکې چاته نه دی اوښتی .