جلال آباد کې د ولسي تړون له لوري د دریېو پروژو چارې پیل شوې

د جلال اباد ښاروالۍ اړوند ولسي تړون ملي پروګرام له لوري، په نهمه ناحیه کې د سړکونو، پلچکونو، ویالو او استنادي دېوالونو د جوړولو د دریېو پروژو چارې پیل شوې.

پر دغو پروژو به اتلس میلیونه او اته سوه زره افغانۍ لګښت راشي، چې د شپږو میاشتو په موده کې به بشپړي شي .

یادې پروژې، چې د نهمې ناحیې اړوند زنګويي، قلعه سنګي او قلعه شاهي پرمختیایي شوراګانو لخوا پلي کیږي، پکې ۳۶۷۰ متره په اوږدوالي دریم درجه سړکونه،۲۰ پلچکونه،۳۴۶۰ متره په اوږدوالي ویالې او د ۳۵۰ متره په اوږدوالي استنادي دېوالونه شامل دي.

د یادو پروژو بشپړیدو څخه ۷۱۵ کورنۍپه مستقیم او زرګونه کورنۍ په غیري مستقیم ډول ګټه واخلي .