نورستان سرپرست والي د ګوجرو د قومي مشرانو ستونزې واورېدې

د ګوجرو د قوم یو شمېر مشرانو له نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقیوم سره د خپلو ستونزو د شرېکولو ترڅنګ، له ولایتي ادارې څخه هم خپل ملاتړ اعلان کړ.
ددغو قومي مشرانو په استازیتوب ملک مومن او حاجي عبدالجبار خبرې وکړي ویې ویل: د ګوجرو قوم ډیری کورنۍ بېلابېلو مرستو ته اړتیا لري او له ولایتي ادارې غواړي چې له دوی سره مرستې وشي .
د نورستان سرپرست والي راغلو مشرانو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې، د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او د قومی مشرانو رول یی د حکومت په پیاوړتیا کې مهم وباله .
ده وویل: د ولایت رهبري هڅه کوي، چې ستاسو شته ستونزې اړونده ریاستونو سره شریکې، ترڅو په بېلابېلو برخو کې اړمنوکورنیو سره خپلې مرستې ترسره کړي.

والي د قومونو په یووالي او ښې همغږۍ هم ټینګار وکړ، او د هیواد په ابادۍ او پرمختګ کې د ټولو قومونو رول مهم یاد کړ.