د لغمان پوهنتون سړک په عصري او اساسي ډول جوړیږي

د لغمان د پوهنتون سړک د جوړېدو چارې د ټولګټو چارو وزیر یما یاري او د لغمان والي محمد آصف ننګ له لوري رسما پرانېستل شوې.

د ټولګټو چارو وزير يما ياري وايي، ياد سړک به د ۴ عشاريه ۷ کيلو مټرو په اوږدوالي، د ۲۰ـ ۳۰ متره په سور د ۱۸ مياشتو په موده کې جوړ شي.

پر دغه سړک به درې سوه او اوولس میلیونه افغانۍ لګښت راشي، چې د ټولګټو چارو وزارت لخوا ورکول کیږي.

د ټولګټو چارو وزیر په وینا، د ملي وحدت حکومت له لوري یاد وزارت ته په لغمان کې د بنسټیزو پروژو لپاره ۱ عشاريه ۶ ميليارده ډالره بوديجه ځانګړې شوې، چې اوس مهال پر څلورو مهمو پروژو کار روان دی.

دده په وینا په دغو پروژو کې حلقوي سړک، بادپښ ولسوالۍ دوه طرفه سړک، لغمان پوهنتون سړک او د کابل لغمان لوې لارې جوړونه شاملې دي.

په ورته وخت کې د لغمان والي محمد اصف ننګ د خوښۍ ښودلو ترڅنګ، د ټولګټو چارو له وزير څخه مننه وکړه، چې د ياد سړک د چارو د پیل په موخه يې دې ولايت ته سفر وکړ.

ده زياته کړه تېر مالي کال کې د لغمان لپاره ۱۲ میليونه ډالره بوديجه ځانګړې شوې وه، چې د کال په اوږدو کې ۲۰ میليونه ته ورسېده.

ننګ وويل روان مالي کال یې ۶۲ لوې پروژې د ۵۲ میليونه ډالره په لګښت وړاندیز کړي دي.

نوموړي په جوړوونکي شرکت غږ وکړ، چې په ټاکلې نېټه دې د ياد سړک چارې په عصري او اساسي ډول بشپړې کړي.

ننګ د ټولګټو چارو وزارت رهبرۍ ته ډاډ ورکړ، چې سیمه ییزه اداره او ولایتي شورا ټاکلی ټيم به د يادې پروژې له کارونو څخه وخت په وخت څارنه کوي.