نیمروزوالو امنیتي او دفاعي ځواکونه وستایل

په دې اړه جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې، ویناوالو په خبرو کې وویل، چې د افغانستان زړور امنیتي ځواکونه شپه او ورځ ددې خاورې د دفاع او ساتنې په پار قربانۍ ورکوي او موږ به یې هېڅکله سرښندنې هېرې نه کړو.
دوی همداراز ټینګار وکړ، هېڅکله به د افغانستان بې شرمه دوښمنان پرېنږدي، چې خپلو شومو موخو ته ورسېږي او د زړورو امنیتي ځواکونو د انحلال او تخریب فکرونه به له ځان سره ګور ته یوسي.

په غونډه کې وویل شول، چې اوس د افغانستان غیور ولسونه د دوښمن په موخو پوه شوي او په سر او مال به له خپلو امنیتي ځواکونو دفاع او ملاتړ کوي.
د غونډې په پای کې، دیني علماوو، قومي مشرانو، ځوانانو او مېرمنو امنیتي ځواکونه په ګلونو ونازول.